CRI Online

چين له جنوبي کوريا څخه وغوښتل چې د THAAD سيستم د ځای پر ځای کېدو له بهير څخه لاس واخلي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-15 09:58:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اګست په څوارلسمه نېټه وويل، چين له جنوبي کوريا څخه غوښتنه کوي چې د چين امنيتي غوښتنو ته په خلاصو سترګو وګوري او د THAAD يعنی سيستم د ځای پر ځای کېدو له بهير څخه دې لاس واخلي.

د ياد وزارت په يوه نوبتي غونډه کې، يو خبريال پوښتنه وکړه چې د جنوبي کوريا نوي دفاع وزير د دغه هېواد د پارلمان په غونډه کې وويل، چې جنوبي کوريا به د کوريا ټاپووزمې له اوسنيو پېچليو حالاتو سره د مقابلې لپاره تر وسې پورې د ساد سيستم د ځای پر ځای کېدو بهير چټک کړي. چين په دې اړه څه نظر لري که نه ؟

هوا جون ينګ وويل، د ساد سيستم ځای پر ځاي کېدل نه يوازې د جنوبي کوريا امنيتي غوښتنه نه شي پوره کولی، بلکې د کوريا ټاپووزمې د اوسنۍ مسئلې د حل و فصل لپاره هيڅ ګټه نه لري. برسيره پر دې، دغه سيستم د چين په ګډون د سيمه ييزو هېوادونو امنيتي ګټې تهديدوي. چين له جنوبي کوريا څخه وغوښتل چې د ساد سيستم د ځای پر ځای کېدو له بهير څخه دې لاس واخلي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای