حسين له چين څخه مننه څرګنده کړه چې د پاکستان د خپلواکۍ د اويايمې کاليزې د لمانځنې فعاليت ته يې پلاوی وليږه. هغه وويل، له چين سره دوستي د پاکستان د ډيپلوماتيکو اړيکو بنسټ دی. پاکستان به د چين د مرکزي ګټو په اړه مسئلو کې له چين څخه کلک ملاتړ وکړي.
وانګ يانګ د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او چينايانو په استازيتوب پاکستان ته مبارکي وويله او څرګنده يې کړه چې چين غواړي له پاکستان سره متقابل باور او اقتصادي همکارۍ پياوړې کړي.
وانګ يانګ په همدې ورځ د پاکستان د خپلواکۍ د اويايمې کاليزې د يادونې په غونډه کې ګډون وکړ. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |