د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سيرګی ريابکوف د اګست په ۱۴مه نيټه له خبريالانو سره د مرکې پر مهال د هغه خبر په اړه چې وايي امريکا ښايي د روسيې د ډيپلوماتانو فعاليتونه محدود کړي، وويل، په امريکا کې د روسيې پر ډيپلوماتيکو کارونو د خنډونو رامنځته کولو له کړو وړو څخه ښکاري چې امريکا چمتو نه ده چې له روسيې سره اړيکې عادي مدار ته راواړوي. روسيه به هرو مرو د امريکا د دغو کړو وړو په وړاندې غبرګون وښيي.
نوموړي وويل، روسيه د امريکا ور پسې عملياتو ته نږدې پاملرنه کوي او هيله ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې به له نويو ستونزو سره مخ نه شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |