CRI Online

د شينجيانګ په مناس ولسوالۍ کې د لندې ځمکې پراخوالی يو برابر زيات شوی

cri     (GMT+08:00) 2017-08-15 10:08:02

د شينجيانګ ورځپاڼې د خبر له مخې، په دې وروستيو کلونو کې د شينجيانګ د مناس ولسوالۍ د لندې ځمکې د اعادې پروژې په رڼا کې پر کرنيزو او مالداريو ځمکو د لندو ځمکو د بيا رامنځته کولو جوړول ترسره کړي چې په تېرو پنځو کلونو کې په دې ولسوالۍ کې د لندې ځمکې پارک کې د لندو ځمکو پراخوالی له شپږو زرو هکتارو څخه يوولسو زرو هکتارو ته زيات شوی دی.

د مناس د لندې ځمکې پارک په نړۍ کې د مهاجرو مرغانو د درېيم مهاجرې نښې يو مهم تفريح ځای دی او هر کال څو مليونه مهاجر مرغان په دې پارک تر تفريح وروسته بيا شمال يا جنوب ته ځي. له ۲۰۱۱ کال راهيسې، د مناس ولسوالۍ د لندې ځمکې پارک د ساتنې او بيا جوړونې لپاره ۲۹۵ مليونه يوانه لګولي. په ۲۰۱۶ کال کې د مناس دغه پارک د چين د ځنګلونو ادارې له ازموينې څخه په تېرېدلو سره د دولت په کچه د لندې ځمکې پارک ګرځېدلی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای