CRI Online

ټرمپ د يو ياددښت په لاسليکولو سره د چين د تجارتي فعاليتونو د څارنې امر وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-08-15 10:28:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د يو ياددښت په لاسليکولو سره د امريکا تجارتي استازو ته د چين د تجارتي فعاليتونو د څارني امر وکړ. بېلا بېلې خواوې په دې اندېښنه دي چې دغه يو اړخيز عمل به د چين او امريکا تر منځ تجارتي اړيکې بدنامې کړي.

د امريکا سياسي او تجارتي شخصيتونو ويلي چې که حکومت د تجارت د نړيوال سازمان د مقرراتو پرته د يو اړخيز عمل له لارې له تجارتي همکار سره توپيرونه لېرې کړي، دا نه يوازې د دغو توپيرونو د لېرې کولو لپاره ګټوره نه ده، بلکې د امريکا د مستهلکينو او شرکتونو ګټې زيامنوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای