د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې کميسيون د اګست په ۱۴مه نيټه په بروکسيل کې يوه ځانګړې غونډه جوړه کړه چې ګډون کوونکو د کوريا ټاپووزمې اوضاعو د ارامتيا او د اروپايي ټولنې د ور پسې عملياتو په هکله بحثونه وکړل.
په دې غونډه کې يې يوه اعلاميه خپره کړه چې له مخې يې اروپايي ټولنې له شمالي کوريا څخه غوښتنه وکړه چې بايد کوم لمسوونکی عمل نه غوره کړي. اروپايي ټولنې پر دې ټينګار وکړ چې د شمالي کوريا مسئله بايد د خبرو اترو له لارې حل شي او د نړيوالې ټولنې اوسنۍ بېړنۍ دنده د کوريا ټاپووزمې د اوضاعو ارامول دي. اروپايي ټولنه به اړوند ډيپلوماتيک کوښښونه پياوړي کړي او د شمالي کوريا او نړيوالې ټولنې ترمنځ د خبرو اترو له هر ډول بهير څخه به ملاتړ وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |