د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د اګست په ۱۴مه نيټه د امريکا د ويرجنيا ايالت په چارلوتيسويلی ښار کې د زورزياتي پېښه وغندله او پر دې يې ټينګار وکړ چې م م له نژاد پرستۍ سره مخالفت کوي. د اګست د يوولسمې نېټې له شپې څخه تر دوولسمې نيټې پورې، څو د کاکوسيانو ملاتړو ډلو په چارلوتيسويلی ښار کې لاريونه ترسره کړل چې په دې ښار کې د روبيرت لي مجسمې له ليرې کېدو سره مخالفت کوي او احتجاج يې وکړ چې په امريکا کې د کاکوسيانو مقام ټيټ شوی. دوی له خپلو مخالفينو سره شخړې وکړې او له امله يې درې تنه مړه شوي او څه باندې دېرش تنه نور ټپيان شوي دي.
د ګوتريس مرستيال وياند فرهان حک وويل موږ څرګند دريځ لرو چې له نژاد پرستۍ سره مخالفت کوو او د هر ډول وحشيانه عمل غندنه کوو چې ملکي وګړيو ته مرګژوبله اړوي. د مړه شويو له کورنيو سره همددردي څرګندوو او هيله لرو چې ټپيان په ژر تر ژره بياجوړ شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |