CRI Online

د ايران او روسيې ولسمشرانو ټلېفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-08-15 16:24:35

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسن روحاني د اګست په ۱۴مه نيټه له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره ټلېفوني خبرې وکړې. دواړو خواوو د سوريې د تازه وضعيت، د دوه اړخيزو اړيکو او د نورو سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو په هکله د نظريو تبادلې وکړې. دواړو مشرانو په دې ګډ نظر وښود چې بايد په سوريه کې د شخړو د ژر تر ژره ختمولو لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي. دواړو خواوو سوريې ته خپل پوځونه ليږلي چې له تندلارو ډلو سره د مقابلې په برخه کې د سوريې له حکومت سره مرستې کړې او کوي يې.

روحاني او پوتين د ايران او روسيې ترمنځ د اقتصادي همکارۍ پر مهموالي ټينګار کړی. روحاني وويل، تهران د خپلو بنسټيزو تاسيساتو په جوړونه کې د روسي پانګوالو هر کلی کوي. پوتين وويل، روسيه غواړي د ايران د بنسټيزو تاسيساتو په پروژو کې ګډون وکړي او هيله لري چې د دواړو هېوادونو لاسليک شوي همکاريز تړونونه به په نږدې وخت کي عملي شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای