CRI Online

وانګ يانګ د پاکستان د خپلواکۍ د ۷۰مې کليزې د يادونې په غونډه کې ګډون او يوه وينا يې وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-08-15 16:29:06

د پاکستان د خپلواکۍ د ۷۰مې کليزې د يادونې غونډه د اګست په ۱۴مه نېټه په اسلام اباد کې تر سره شوه، د چين د صدراعظم مرستيال وانګ يانګ په دې غونډه کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه.

د همدې ورځې په سهار، ياده غونډه د جناح د غونډو په مرکز کې تر سره شوه چې د پاکتسان د ولسمشر ممنون حسين او صدراعظم شاهد خاقان عباسي، د بېلا بېلو برخو د استازو او په پاکستان کې د بهرنيو ديپلوماتانو په شمول نژدې زر تنو پکې ګډون کړی و. وانګ يانګ په خپله وينا کې وويل

((ډېر خوشحاله او وياړم چې د پاکستاني حکومت په بلنه او د رئيس شي جين پينګ په استازيتوب د چين د پلاوي په مشرۍ د پاکستان د خپلواکۍ د ۷۰مې کليزې د يادونې په غونډه کې ګډون کوم او د دوه سوه مليونو پاکستانيانو له خوشحالۍ څخه برخمن يم . لومړی د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب پاکستانيانو ته د زړه له کومې نيکې هيلې او تودې مبارکۍ وايم.))

وانګ يانګ په خپله وينا کې د خپلواکۍ راهيسې د پاکستان له خوا تر لاسه شويو پرمختګونو او برياليتوبونو ته لوړ ارزښت ورکړ، د چين او پاکستان ترمنځ د عنعنوي دوستۍ ستاينه يې وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ ښه راتلونکی يې ياد کړ.

نوموړي وويل، چين او پاکستان ګاونډيان دي چې دواړه خواوې د غرونو او سيندونو په واسطه سره نښتې دي. د خپلمنځي سياسي اړيکو له ټينګېدو راهيسې، که څه هم نړيوال حالات پيچلي او کورني حالات بدل شوي، د دواړو هېوادونو د بېلا بېلو برخو تر ګډو کوښښونو لاندې په هره ساحه کې د چين او پاکستان ترمنځ اړيکې ټينګې او همکارۍ پياوړې شوې چې د هېوادونو ترمنځ د دوستۍ ښه بېلګه بلل کيږي. وانګ يانګ وويل

(( دا به زموږ له ياده ونه ځي چې په هغه مهم وخت کې چې د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو خنډونو د ماتولو او په م م کې د خپلې قانوني څوکۍ د اعاده کولو په هڅه کې و، پاکستان له شرط پرته له چين څخه ټينګ ملاتړ کړی و. دا به زموږ له ياده ونه ځي چې د تېرې پېړۍ په شپيتمه او اويايمه لسيزه کې د دواړو هېوادونو انجنيرانو او تخنيکي کارکوونکو د قراقروم غر په سخت چاپيريال کې د خپلو وينو او خولو د تويولو په اثر سړکونه جوړ کړي وو. دا به زموږ له ياده ونه ځي چې د چين په ون چوان کې د لويو زلزلو له پېښېدو وروسته پاکستان سمدلاسه له چين سره مرستې وکړې چې ټولې زېرمه شوې خيمې يې د پوځي باروړونکو الوتکو له لارې زلزله ځپلو سيمو ته ليږدولې وې. ))

وانګ يانګ وويل، چې چين او پاکستان دواړه د ملت د بيا سمسورتيا مسئوليت پر غاړه لري او د دولتي ځواک د پياوړتيا او د خلکو ژوند د لا ښه والي په هڅه کې دي، نو د همکارۍ لا ټينګوالي ته اړتيا لرو.په ۲۰۱۵ کال کې رئيس شي جين پينګ پاکستان ته په رسمي سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په هره ساحه او هوا کې د ستراتيژيکې همکارۍ اړيکو ته لوړې کړې چې د چين او پاکستان ترمنځ په اړيکو کې يې يوه نوې پاڼه واړوله.

چين هيله لري چې د ستراتيژيکې همکارۍ، اقتصاد او کلتوري تګ راتګ په برخو کې له پاکستان سره همکاري پياوړې کړي. وانګ يانګ وويل

((چيني متل دی چې د ګټو پر بنسټ دوستي له ورځې څخه دايمي نه ده، د خواړو پر بنسټ دوستي له مياشتې څخه دايمي نه ده، د واک او قوت پر بنسټ دوستي له کال څخه دايمي نه ده. يوازې د اخلاقو او اصولو پر بنسټ دوستي تر عمر پورې دوام لري. د چين او پاکستان ترمنځ دوستي د اخلاقو او اصولو پر بنسټ ښيي، نه يوازې به تر عمر پورې دوام ولري بلکې نسل په نسل به وسپارل شي. څنګه چې نړيوال حالت به بدل شي او چين به څنګه پرمختګ وکړي، چين به د پاکستان ښه ګاونډی، ښه ملګری، ښه دوست او ښه ورور وي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای