CRI Online

چين: بېلا بېلې خواوې بايد د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې د حلولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-15 18:32:01

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اګست په ۱۵مه نېټه په بېجينګ کې د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې په اړه د بېلا بېلو خواوو د تازه رويو په اړه وويل، چې بېلا بېلې خواوې بايد سړه سينه وساتي او د دغې مسئلې د حلولو او د حالاتو د ښه والي لپاره سمه کړنه وکړي.

نوموړې وويل، چې چين د امريکا د بهرنيو چارو وزير او د ملي دفاع د وزير مثبتو څرګندونو ته پام کړی دی او هيله لري چې امريکا د شمالي کوريا په تګلاره کې يادې رويې پلې کړي. دغه راز، چين له شمالي کوريا څخه هم غواړي چې مثبته رويه وښيي. دې وويل، موږ په دې نظر يو چې امنيتي مسئله د کوريا ټاپووزمې د مسئلې کليدي ټکی دی. شمالي کوريا او امريکا د دغې مسئلې د حلولو لپاره کلي لري. هيله لري چې اړوندې خواوې د چين اړوند وړانديزونه تر غور او پام لاندې ونيسي او د سوله ييزو خبرو اترو لپاره ښه زمينه برابره کړي. چين به په پر له پسې او پوره توګه د امنيت شورا اړوند پريکړه ليکونه پلې کړي او له ډيپلوماتيکې لارې چارې د دغې مسئلې د حلولو لپاره مثبت رول ولوبوي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای