CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: که امريکا له چين سره اقتصادي اړيکو ته زيان ورسوي، چين به خپل حقه حقوق وساتي.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-15 19:22:12

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اګست په ۱۵مه نېټه په بېجينګ کې د تش په نامه د چين د نابرابرۍ سوداګرۍ تر عنوان لاندې د امريکا د پلټنې د يادونې په وخت کې وويل، که امريکا واقعيت او رښتيا ونه ګوري، د څواړخيزو سوداګريزو قواعدو احترام ونه کړي او له چين سره اقتصادي اړيکو ته زيان ورسوي، چين به د خپلو حقه حقوقو د ساتلو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي.

نوموړې وويل، لومړي، زموږ په اند، امريکا بايد څواړخيزو سوداګريزو قواعدو ته زيان ونه رسوي. دوهم، د امريکا د سوداګرۍ غوښتونکی عمل به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړيکو او د دواړو هېوادونو د تصديو ګټو ته زيان ورسوي. درېئم، که امريکا زيامنه کړنه تر سره کړي، چين به د خپلو حقه حقوقو د ساتلو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای