CRI Online

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سره ټليفونې خبرې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-15 21:22:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۱۵مه نېټه د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سيرګي لاوروف سره ټليفونې خبرې وکړې او په عمده توګه يې د کوريا ټاپووزمې د اوسنيو حالاتو په اړه د نظريو تبادلې وکړې.

وزير وانګ يي وويل، چې د دغې مسئلې سوله ييز حل د چين او روسيې په شمول د بېلا بېلو خواوو له ګډو ګټو سره سمون خوري. چين او روسيه د دې مسئلې په اړه پر نژدې همکارۍ ټينګار کوي. اوس بيړنۍ دنده دا ده چې د حالاتو د ترينګلتيا او د اګست بحران د رامنځته کېدو مخنيوی وکړي.

وزير لاوروف وويل، چې ښايي د امريکا او جنوبي کوريا ترمنځ د ګډ پوځې تمرين د تر سره کېدو له امله د کوريا ټاپووزمې حالات لا ترينګلي شي. دغه مسئله بايد په سوله ييزه توګه حل شي. روسيه غواړي په دې برخه کې له چين سره همکاري وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای