د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق د صدراعظمۍ دفتر د اګست په ۱۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د عراق صدراعظم حيدر العبادي د کردي خپلواکې سيمې له پلاوي سره د خپلواکې سيمې د ټولپوښتنې په اړه سلامشوره وکړه.
په دې اعلاميه کې راغلي چې صدراعظم عبادي د ۱۴مې نېټې په شپه د کردي خپلواکې سيمې له پلاوي سره وکتل، دواړو خواوو په کردي خپلواکه سيمه کې د ټولپوښتنې د حل لپاره د مناسب ميکانيزم د جوړولو په اړه ژورې خبرې اترې وکړې.
په دې اعلاميه کې دا راغلي چې دواړو خواوو له دې سره موافقه کړې چې مثبتو سلامشورو ته به دوام ورکړي، د ټولو عراقيانو ګډو ګټو ساتنه به کوي او د عراق ملي يووالی به وساتي. خو په اعلاميه کې د سلامشورې تفصيلات نه دي ورکړل شوي.
په ياد پلاوي کې د کردي خپلواکې سيمې د ۲ ځواکمنو ګوندونو غړي شامل وو.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |