CRI Online

امريکا لا هم له شمالي کوريا سره د خبرو اترو هيله لري

cri     (GMT+08:00) 2017-08-16 09:25:52

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په داسې حال کې چې څو ورځې مخکې د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ کلکو خبرو د کوريا ټاپووزمې ترينګلي حالات سخت کړي، د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس تيليرسن د اګست په ۱۵مه نېټه وويل، چې امريکا لا هم د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې په هکله له شمالي کوريا سره د خبرو اترو هيله لري.

نوموړي په همدې ورځ خبريالانو ته وويل، چې امريکا له شمالي کوريا سره د خبرو اترو د لارو له موندلو سره علاقه لري، خو دا کار د شمالي کوريا په مشر کيم جون ون پورې اړه پيدا کوي.

نوموړي او د امريکا د دفاع وزير جمس ماټيس د اګست په ۱۴مه نېټه د وال سټريټ په ورځپاڼه کې د يوې ګډې ليکنې په خپرولو سره وويل، چې له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو پاکول د امريکا له خوا پر شمالي کوريا د سوله ييز فشار د لګولو موخه ده، امريکا د شمالي کوريا د قدرت او د شمالي او جنوبي کوريا ترمنځ د يووالي بهير چټکوالی نه غواړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اګست په ۱۵مه نېټه وويل، چين په ياده ليکنه کې د امريکا مثبت پېغام ته پاملرنه کوي او هيله لري چې امريکا په اړوندو تګلارو کې دغه څرګندونې عملي کړي. چين له شمالي کوريا څخه غوښتنه کوي چې دې ته مثبت ځواب ورکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای