د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا حکومت د اګست په پنځلسمه نېټه له اروپايي ټولنې څخه د بېلېدو په اړه د خپل دريځ لومړی سند خپور کړ او غوښتنه يې وکړه چې د اروپايی ټولنې د ګمرکاتو له اتحاد څخه تر بېليدو وروسته د ګمرکاتو لنډمهال اتحاد جوړ شي څو چې له اروپايي ټولنې څخه د جلا کېدو وروسته د بريتانيا اقتصاد ته سخت زيانونه و نه رسيږي . له اروپايي ټولنې څخه د بيليدوچارو وزير ديويس په همدې ورځ وويل چې بريتانيا د اروپايی ټولنې لومړی لوی سوداګريز ملګری دی او د ګمرکاتو لنډمهال اتحاد د دواړو خواوو له ګټو سره سمون لري او د ياد اتحاد د جوړونې په موده کې بريتانيا د اروپايي ټولنې له غير غړو هيوادونو سره د سوداګريزو تړونونو د لاسليک حق لري ، خو په سند کې د لنډمهال اتحاد موده نه ده ټاکل شوې. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |