CRI Online

حسين روحاني : که امريکا پر ايران بنديزونو ته دوام ورکړي، ښايي ايران له اټومي تړون څخه ووځي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-16 10:06:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسين روحانې د اګست په پنځلسمه نېټه په تهران کې په خپله وينا کې دېته اشاره وکړه، که امريکا پر ايران بنديزونو ته دوام ورکړي، ښايي ايران له اټومي تړون څخه ووځي.

روحاني په همدې ورځ د ايران د پارلمان په يوه غونډه کې وويل، د امريکا حکومت په دې پوه شوی چې بنديزونه هيڅ اغېزه نه لري، نو دوی له ايران سره په خبرو اترو کې بيا ګډون وکړ. که دوي په بنديرونو ټينګار وکړي، ايران توان لري چې ژر به خپل اټومي پلان د تړون د لاسليک مخکني حالت ته وروګرځي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای