د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د المان د صنايعو او تجارت غونډې رئيس ايريک سکويڅير د اګست په پنځلسمه نېټه وويل، که د امريکا او چين تر منځ تجارتي شخړې رامنځته شي، د المان په ګډون څو خواوو ته به زيانونه ورسول شي.
هغه د المان خبري رسنيو ته وويل، که تجارتي جنګ پېښ شي، هيڅ خوا به له دې څخه ګټه وا نه خلي. د نړۍ د دوو لويو اقتصادي ټولنو تر منځ تجارتي شخړې به د المان پر اقتصاد ناوړه اغېزه وکړي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په څوارلسمه نېټه د يو ياددښت په لاسليکولو سره د امريکا تجارتي استازو ته د چين د تجارتي فعاليتونو د څارني امر وکړ. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |