د سينهوا اژانس د خبر له مخې، نړيوال وجهی صندوق د اګست په پنځلسمه نېټه له چين سره د تجارت او پاليسو تر کلنۍ سلا مشورې وروسته وويل، د چين اقتصاد په پر له پسې ډول دوامدار پرمختګ کوي، د اصلاحاتو په پراخو برخو کې برياليتوبونه رامنځته شوي دي. د اټکل سره سم، د چين د اقتصادي پرمختګ انډول به شپږ اعشاره اوه سلنې ته ورسېږي.
د سږ کال له پيل څخه راپدېخوا، نړيوال وجهی صندوق څو څو ځله د چين د اقتصادي پرمختګ انډول لوړ کړ. د نړيوال وجهی صندوق د تړون سره سم، دغه صندوق به هر کال غړو هېوادونو ته د اقتصادي څېړنې ډلې ورولېږي او له غړو هېوادونو سره به د څېړنيزو نتيجو په اړه سلا مشورې وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |