د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ماليې وزارت د اګست په پنځلسمه نېټه د يوې شمېرنې په خپرولو سره وويل، په تير جون مياشت کې د چين لخوا نيول شوي امريکايي پورونه يو زر يو سل او شپږ څلوېښت مليارډه او پنځه سوه مليونه امريکايي ډالره وو چې دغه راز چين يو ځل بيا د امريکا لومړی لوی پور ورکوونکی هېواد شو.
د شمېرنې سره سم، چين په جون مياشت کې د څلور څلوېښت مليارډو او درې سوه مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت نور امريکايي پورونه نيولي وو چې دغه راز په تيرو مسلسلو پنځه مياشتو کې د چين لخوا نيول شوي امريکايي پورونو اندازه زياته شوې ده. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |