د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر پوټين د اګست په ۱۵مه نېټه وويل، که څه هم د راتلونکي کال دفاعي بودجه به کمه شي، خو دا د روسي پوځونو د تجهيزاتو پر نوي کولو پلان اغېزه نه لري.
د روسيې د استازو مجلس د بودجې له شمېر څخه ښکاري چې په ۲۰۱۷ کال کې د روسيې دفاعي بودجه شاو خوا شپږ څلوېښت مليارډه نهه سوه مليونه امريکايي ډالره ده چې د ۲۰۱۶ کال په نسبت نژدې شپاړس مليارډه اته سوه مليونه امريکايي ډالره کمه شوې، او د ۲۰۱۸ کال دفاعي بودجه به نور يو مليارډ اوه سوه مليونه امريکايي ډالره کمه شي.
د تېرو کلونو راهيسې روسيې د پوځونو د عصري کيدو ګامونه چټک کړي دي، په تيره بيا د لويو وسلو او تجهيزاتو د عصري کېدو په برخه کې. د ټاکلي پلان له مخې، له ۲۰۲۰ کال مخکې به د روسيې پوځونو د عصري وسلو او پوځي تجهيزاتو انډول ۷۰ سلنې ته ورسيږي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |