CRI Online

چين ته د امريکا د لويو درستيزانو د ګډې جرګې مشر سفر پيل شو

cri     (GMT+08:00) 2017-08-16 14:29:56


د اګست د ۱۵مې نېټې له غرمې وروسته، د چين د مرکزي پوځي کميټې غړي او د درستيزانو رياست لوی درستيز فانګ فنګ هوی په بېجينګ کې د امريکا د لويو درستيزانو د ګډې جرګې له مشر دونفورډ سره خبرې اترې وکړې. دونفورډ د ټرمپ په حکومت کې د امريکا لومړی لوړ پوړی پوځي چارواکی دی چې چين ته يې سفر کړی. دواړو خواوو د چين او امريکا د پوځونو ترمنځ د اړيکو او د تايوان، جنوبي سمندر او د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې په اړه د نظريو تبادلې وکړې. دواړو خواوو د چين او امريکا د پوځونو ترمنځ د درستيزانو ګډ رياست د خبري ميکانيزم چوکاټي سند لاسليک کړ.

((اواز))

د اګست د ۱۵مې نېټې له غرمې وروسته، فانګ فنګ هوی د دونفورډ د هرکلي مراسم تر سره کړل او د ده په ملګرتيا يې د چين د ازادي بحښونکي اردو د هوايي، سمندري او ځمکني پوځونو له تشريفاتي ډلګۍ څخه ليدنه وکړه.

دغه ملاقات د چين او امريکا د پوځي لوړ پوړو چارواکو ترمنځ دوهمه کتنه ده. د روان کال په جون کې په واشينګټن کې د چين او امريکا ترمنځ د ديپلوماتيکو او امنيتي چارو د لومړي پړاو په خبرو اترو کې فانګ فنګ هوی له دونفورډ سره وکتل. د بېجينګ په دغه ملاقات کې فانګ فنګ هوی وويل، چې همکاري د چين او امريکا يوازنی مناسب انتخاب دی، چين او امريکا ډېر ښه همکاران ګرځيدلی شي. د چين او امريکا پوځونه بايد په ښه توګه د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا تر لاسه شوې ګډې نظرې پلې کړي، د دواړو ځواکونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو تمايل بايد وساتل شي، د ګډو ګټو په برخو کې بايد خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او منفي عوامل بايد په ښه توګه حل کړي. د چين پوځونه هيله لري چې له امريکا سره د خبرو اترو د پياوړتيا، د متقابل اعتماد د ټينګوالي، د همکارۍ د ژوروالي، د توپيرونو د حل او د خطرونو د مخنيوي لپاره ګډې هڅې وکړي.

(( باور لرم چې د دې مهم سفر له لارې به د دواړو هېوادونو د مشرانو تر لاسه شوي ګډې نظريې په ښه توګه عملي شي، د چين د پوځونو په اړه به پېژندنه لوړه شي او د دواړو خواوو ترمنځ همکاري او ګډ پرمختګ به وهڅول شي. ))

دونفورډ وويل، چې دواړه خواوې بايد د متقابل اعتماد د پياوړتيا او د غلطو تخمينونو او جنجالونو د کموالي لپاره د خبرو اترو او همغږۍ ميکانيزم جوړ او وکاروي. دواړه خواوې بايد د اعتماد، راکړې ورکړې او همکارۍ په لور ګامونه پورته کړي.

(( زما په اند موږ بايد په اړيکو کې صادق او اعتبار وساتو، که څه هم ډېرې ستونزمنې مسئلې لرو، دغه راز نه دا چې د هرې مسئلې په اړه زموږ ترمنځ نظريې يو شان دي. خو په وانشنګټن کې د شويو خبرو اترو او د تازه اغېرمنو خبرو اترو پر بنسټ پوه شوم چې موږ د دغو مسئلو د حلولو لپاره هڅه کوو. ))

دواړو خواوو د تايوان، جنوبي سمندر او د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې په شمول د ګډې علاقې وړ مسئلو په اړه بحثونه وکړل او د چين او امريکا د پوځونو ترمنځ د درستيزانو ګډ رياست د خبري ميکانيزم چوکاټي سند يې لاسليک کړ.

د پوځي علومو اکاډمۍ څېړونکی جاو شياو جو په دې نظر دی چې د چين او امريکا د پوځونو ترمنځ اړيکې نه يوازې دوه اړخيزې اړيکې دي، بلکې پر سيمه ييز امنيت لويې اغېزې لري. د روان کال راهيسې د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې ثابتې دي. د دونفورډ دغه سفر به د دواړو خواوو د پوځونو ترمنځ اړيکې ټينګې کړي. جاو شياو جو وويل،

(( د پام وړ يو ټکی دا دی چې دواړه خواوې د پرمختګ په هکله د نظريو يووالي ته رسيدلې. ځکه د چيني او امريکايي پوځونو ترمنځ توپيرونه ډېر دي، نو د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو همغږي د نظريو بسټيز يووالي او اصولو ته اړتيا لري. البته موږ پر ځينو حساسو مسئلو سترګې نه شو پټولی، د بلګې په توګه د کوريا ټاپووزمې ذروي مسئله، د جنوبي سمندر مسئله او د تايوان مسئله. دا د دواړو خواوو دنده ده چې څرنګه د لانجمنو مسئلو په اړه ګډې نظريې تر لاسه کړي او څرنګه د پوځونو ترمنځ مقاومت کم کړي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای