د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق صدراعظم حيدر العبادي د اګست په ۱۵مه نېټه وويل، چې حکومتي پوځونه پر داعش د نويو بريدونو د چمتوالي په حال کې دي، د ترهګرو له لاسونو څخه به ټول خاوره خوشي کړي.
عبادي په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، چې حکومتي پوځونو په رسمي توګه نوي پوځي عمليات تر اوسه نه دي پيل کړي، ځکه پوځونه د چمتوالي کارونه وخت ته اړتيا لري.
د عراق حکومتي پوځونه، د شعيه ګانو د مليشا ډله او سني قبايلي وسلواله ډله د موصل په لويديځ کې راغونډ شوي او په نينيوا ولايت کې به د داعش پر وروستيو مرچلو يعنې تل افار بريد وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |