د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت د اګست په ۱۶مه نېټه د چين د مذهبي تګلارو په اړه د امريکا راپور ته ځواب ورکړ.د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ په همدې ورځ په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل،چين له امريکا څخه غوښتنه وکړه چې د واقعيتونو درناوی وکړي، په ښه توګه خپل کارونه تر سره کړي او د مذهبي مسئلې له لارې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې له لاسوهنې څخه لاس واخلي.
وياندې هوا وويل چې د چين حکومت له قوانينو سره سم په پوره توګه د خلکو مذهبي ازادي ساتي.د امريکا د تش په نامه راپور په بې اساسه توګه د چين پر مذهبي حالاتو نيوکه کړې ،چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي او په دې اړه يې امريکا ته جدي احتجاج وړاندې کړی دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |