CRI Online

چين غواړي له نورو هېوادونو سره د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-16 18:28:15

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اګست په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې د چين د يو کمربند او يوې لارې وړانديز نه يوازې د زمانې له پرمختګ، بلکې د بېلا بېلو هېوادونو له اساسي ګټو سره سمون خوري. چين غواړي له نورو هېوادونو سره د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر اصولو د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

نوموړې وويل، چې يو کمربند او يوې لارې پلان يو نړيوال عام پلان دی او د چين او اړوندو هېوادونو ترمنځ د همکاريو يوه مهمه صحنه هم ده. دا د سيمه ييز اقتصاد او حتی د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک دی او د بېلا بېلو هېوادونو د پرمختګ لپاره ګټور دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای