د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس د اګست په شپاړسمه نېټه وويل، د شمالي کوريا ذروي مسئله دې له سياسي لارې حل شي. د امنيت شورا ټول غړي هېوادونه دې په دې برخه کې خپلې دندې پر غاړه واخلي.
هغه په همدې ورځ په نيويارک کې وويل، د م م امنيت شورا د اګست په پنځمه نېټه د دوه زره درې سوه او يو اويايم پرېکړه ليک په تصويبولو سره له شمالي کوريا څخه وغوښتل چې په پوره توګه نړيواله دنده ادا او د اعتماد او اهميت وړ خبرې اترې تر سره کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |