CRI Online

د جيو جای ګيو زلزله ځپلې سيمې د بيا رغونې کار پيل شو

cri     (GMT+08:00) 2017-08-17 09:59:50

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جيو جای ګيو زلزله ځپلې سيمې د زيانمن شويو وګړو د ځای پر ځای کولو او د سيمې د بيا رغونې کار پيل شو.

خبريال له زلزله ځپلې سيمې څخه خبر واخيست چې اوه ويشت زره زيانمن شوي وګړي به په درې سوه او پنځه استوګنځايونو کې ځای پر ځای شي، د ساری ناروغۍ د خپرېدو حالت نه دی رامنځته شوی.

د بيا رغونې پلان سره سم، د چاپيريال ساتنې، د ناورين د مخنيوي، د ليدو وړ ځايونو د بيا خلاصون، د سيلانيز مسلک د پرمختګ او د بنسټيزو تأسيساتو او استوګنځايونو د بيا جوړونې کارونه به په منظم ډول تر سره شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای