CRI Online

د چين استازي غوښتنه وکړه چې بايد د خبرو اترو له لارې د کوسوو مسئله حل شي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-17 10:51:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين د دايمي استازي مرستيال وو های تاو د اګست په ۱۶مه نيټه د امنيت شورا په يوه غونډه کې د کوسوو مسئلې په اړه د چين دريځ څرګند کړ او له کښيلو خواووڅخه يې غوښتنه وکړه چې د خبرو اترو له لارې خپلمنځي توپيرونه حل کړي.

نوموړي وويل، چين د سربيا د حاکميت او د ځمکنۍ بشپړتيا درنای کوي ، د کوسوو مسئلې په هکله د سربيا په توجو پوهېږي او د کوسوو مسئلې د سياسي حل لپاره د سربيا کوښښونه ستايي. اوس د کوسوو وضعت عموماً ارام دی خو لا هم له پيچليو ستونزو سره مخ دی. چين له دې څخه ملاتړ کوي چې بلګراد له پريستنا سره تماس ساتي او خپلمنځي ديالوګ نوې مرحلې ته د رسېدلو لپاره کوښښونه وکړي.(هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای