CRI Online

ټرمپ د اقتصادي مشاورينو دوه کميټې لغوه کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-08-17 10:57:36

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، تر هغه وروسته چې اوه تنه سوداګريز مشران د توکيو جوړولو له کميټې څخه وتلي، د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د اګست په ۱۶مه نيټه وويل، د توکيو د جوړولو کميټه او د ستراتيژۍ او تګلارو فورم يې لغوه کړ چې د امريکا د اقتصادي مشاورينو دوه مهمې کميټې بلل کېږي.

د اګست په ۱۲مه نيټه د ويرجنيا ايالت په چرلوتيسويلی ښار کې د ښې اړخ د لاريون له امله شخړه رامنځته شوې چې له امله يې نږدې ۴۰ تنو ته مرګژوبله واوښته. ټرمپ په همدې ورځ په اعلاميه کې د څو خواوو غندنه وکړه. د ده له رويې څخه ښکاري چې د (caucasion)کاکوسيانو پر ملاتړو ډلو يې مستقيمه نيوکه نه ده کړې او د کانګرس د ډېرو غړو او د عامو افکارو د ناخوښۍ سبب ګرځېدلې. اوو تنو سوداګرو مشرانو له دې امله د توکيو د جوړولو له کميټې څخه د وتلو اعلان وکړ او د ستراتيژۍ او تګلارو فورم مشرانو د اګست په ۱۶مه نيټه تر غونډې وروسته د دې فورم د لغوه کېدو پرېکړه وکړه. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای