د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د اګست په شپاړسمه نېټه د ونزويلا له حکومت او حکومت ضد ګوندونو څخه په خبرو اترو کې د بيا ګډون غوښتنه وکړه او په دې يې ټينګار وکړ چې سياسي لاره د اوسني بحرا ن د حل و فصل يوازنې لاره ده. هغه د ونزويلا په کورنيو چارو کې د هر يو بل هېواد له لاسوهنې سره مخالفت کوي.
هغه وويل، په تيرو څو کلونو کې، لاټيني امريکا په بريالي او ځواکمن ډول په سيمه ييزو چارو کې د نورو هېوادونو د لاسوهنو مخنيوی وکړ. زما په اند، دغه برياليتوب دې وساتل شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |