د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د بشري حقوقو دريو کارپوهانو د اګست په ۱۶مه نيټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په امريکا کې د نژادپرستۍ ډلو پراخېدو ته پاملرنه کړې او و يې ويل امريکا بايد د نژادپرستۍ او له بهرنيانو سره د دښمني زياتولو په اړه ويښه شي.
په دې اعلاميه کې پر دې ټينګار شوي چې د ويرجنيا ايالت په چرلوتيسويلی ښار کې د ښې اړخ د تندلارو د نژادپرستۍ د دښمن عمليات د انديښنې وړ دي. د امريکا مقامات بايد د دې پېښې په هکله پلتنه ژر تر ژره ترسره کړي او طرحه کوونکو ته سزا ورکړي. برسيره پر دې، امريکا بايد د نژادي توپير او دښمن د لمسوونکو کړو وړو د مخنيوی لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |