CRI Online

سعودي عربستان د قطر زيارت کوونکو ته د سلوا بندر پرانيست

cri     (GMT+08:00) 2017-08-17 15:09:15

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالله عزيز د اګست په ۱۶مه نيټه حکم ورکړ چې د قطر زيارت کوونکو ته د سلوا بندر خلاص کړي چې دغو زيارت کوونکو ته اجازه ورکوي چې د حج د ادا کولو لپاره مکې ته ولاړ شي.

د مالوماتو له مخې، دغه راز د قطر زيارت کوونکی د سلوا بندر له لارې مکې ته تللی شي او هېڅ برېښنايي اجازې ته اړتيا نه شته. له دې نه پرته، د سعودي عربستان حکومت د قطر د زيارت کوونکو د ليږد راليږد لپاره دوحې ته الوتکې ليږدولې. دا په تېره جون مياشت کې د سعودي او قطر ترمنځ د ډيپلوماتيک بحران له رامنځته کېدو راهيسې، د حالت د ارامتيا نښه ګڼل کېږي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای