CRI Online

د غزې په جنوب کې يوې چاودنې ۲تنه ووژل

cri     (GMT+08:00) 2017-08-17 15:11:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د حماس امنيتی مامور اياد البوزم د اګست په ۱۷مه نيټه د دې خبر پخلۍ وکړ چې په همدې ورځ د غزې په جنوب کې يوه ځانمرګی بريد وشو او له امله يې دوه تنه مړه او پنځه تنه نور ټپيان شول.

نوموړي وويل، د همدې ورځې په سهاروختي د غزې جنوب او مصر ترمنځ په رفاه پوله کې د حماس يوې ګزمې ډلې دوه شکمن کسان نيولي او پکې يو کس چاودونکي مواد وچاول او ځای پر ځای مړ شو، د ده ملګری ټپی شو. د حماس يو مامور هم ووژل شو او څلور تنه نور ټپيان شول.

د اړوند خبر له مخې، دغه دوه بريدګر د داعش غړي دي. دا لومړی ځل دی چې د غزې په جنوب کې د داعش اړوند کسان بريد کوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای