د چين د مرکزي پوځي کمېټې مرستيال رئيس فان چانګ لونګ د اګست په اوولسمه نېټه د بېجينګ د با يي په لويه ودانۍ کې د امريکا د درستيزانو د ګډې غونډې له رئيس جوسيف اېف دونفورډ سره وکتل.
فان چانګ لونګ وويل، د دواړو هېوادونو مشرانو د دواړو پوځونو تر منځ اړيکو ته په درنه سترګه ګوري. په دې وروستيو کې، د دواړو پوځونو تر منځ اړيکو په سالم ډول پرمختګ کړی، تايوان مسئله، د THAAD سيستم ځای پر ځای کېدل او د چين په جنوبي سمندر کې د امريکايي الوتکو او بېړيو حرکتونه د دواړو خواوو تر منځ پر اړيکو ناوړه اغېزه لري. چين هيله لري چې له امريکا سره يو ځای د دغو مسئلو د حل و فصل لپاره ګډ کوښښونه وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |