CRI Online

چين او فليپين د جنوبي سمندر د سولې ساتلو لپاره استعداد او توان لري

cri     (GMT+08:00) 2017-08-17 16:04:31

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اګست په ۱۶مه نيټه وويل، چين يقين لري چې چين او فليپين د جنوبي سمندر د سولې ساتلو استعداد او توان لري.

هوا چون ينګ وويل، دا يو واقعيت دی چې د تېرې پېړۍ په اتمه لسيزه کې د جنوبي سمندر مسئلې په هکله هغه وړانديز چې وايي اړوندې خواوې بايد توپيرونه پرېږدي او په ګډه دې استخراج وکړي، لومړی د فليپين لخوا وړاندی شوی و. له لسګونو کلونو راهيسې، چين د دې مسئلې او د جنوب سمندر پر غاړه له پرتو هېوادونو سره د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ په بهير کې تل دغه وړانديز تطبيق کړی او کوي يې. چين باور لري چې هرومرو به د جنوبی سمندر د ګډ استخراج په هکله له فليپين سره يوه لاره پيدا کړي او د دواړو هېوادونو وګړيو ته به ګټې ورسوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای