CRI Online

روسي کارپوه د چين اقتصادي ثبات ستايي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-17 16:13:26

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د شمېرنې ادارې د ۲۰۱۷ نيمايي کال لپاره د چين د اقتصاد په اړه راپور خپور کړ چې له مخې يې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د کورنيو توليداتو ارزښت زياتوالی شپږ اعشاريه نهه سلنې ته رسېدلی چې له ټاکلې موخې څخه زيات دی. د روسي کارپوه په اند، له دې څخه ښکاري چې د چين اقتصاد د ثابت پرمختګ په حال کې دی او ستر پټ توان لري.

د روسيې د ولدای په نوم د نړيوال بحث کلب کارپوه ياروسلو لسوولک دې ته اشاره وکړه چې اوس د چين د اقتصادي پرمختګ شکل د پخوا د پانګونو او صادراتو له لارې د مصرف، خدمتي چارو او د توکيو د پرچون خرڅلاو په وسيلې بدل شوی. ويل کېږي چې چين د خپل اقتصادي پرمختګ د ساتلو لپاره داخل ځواک پيدا کړی دی. ده وويل

((چين د اقتصادي ثبات ساتلو په برخه کې مهمې سرچينې لري چې له اوږد وخت راهيسې يې د اقتصادي پرمختګ لپاره نوی ځواک برابر کړی او کوي يې. اوس د چين د اقتصادي پرمختګ په عمده توګه د مصرف له لارې عملی کېږي، دا به د چين اقتصاد ته لا زيات ثابت او فعال زياتوالی ورکړي. ))

نوموړي وويل، د چين د اقتصادي پرمختګ يو بل ځواک د لرې او ګوښه سيمو ګړندي پرمختګ دی. څه باندې لس کاله مخکې، د سمندر پر غاړه سيمې د چين د پرمختګ عمده ځواک و، د پانګونې او مصرف له لحاظه د چين د اقتصادي پرمختګ هڅونکی ځواک لری او ګوښه سيمې دي، سره له دې چې اوس دغه سيمې د سمندر پر غاړه سيمو په نسبت وروسته پاتې دي. ده وويل

((د چين حکومت بايد د پرمختګ په بهير کې دغې مسئلې ته پاملرنه وکړي چې د بېلا بېلو سيمو د پرمختګ سويه او د وګړيو عايداتو د زياتېدو سرعت برابر نه دی. دغه نابرابرۍ به هرومرو کمې شي او د چين د پرمختګ يو بل هڅوونکی ځواک به وګرځي. که چين دغه نابرابرۍ له منځه يوسي، نو د اقتصادي پرمختګ لا زيات پټ توان به تر لاسه کړي. ))

اوس چين په نړيوال اقتصاد کې د ګډون په چټکو ګامونو بوخت دی، په عمدي توګه يې د نړيوال اقتصاد په ادارې کې ګډون کړی او کوي يې. له دې نه پرته، چين د نړيوال اقتصاد د اجنډا د لارښوونې، د نړيوالو مقرراتو د ټاکلو او د سيمه ييز اقتصاد او سوداګرۍ د ترتيباتو د هڅولو په برخو کې فعال رول لوبولی چې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره يې پياوړی باور برابر کړی. لسوولک وويل، د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو وړانديز نه يوازې د چين د پرمختګ له اړتيا سره سمون خوري، بلکې د اړوندو خواوو له ګډو ګټو او د سيمه ييزې او نړيوالې همکارۍ له تمايل سره هم سمون لري. ده وويل

((په نړيوال اقتصاد کې د ګډون عملياتو په تېرو لسګونو کلونو کې ډېر مهم رول لوبولی او دا ستر پټ توان لا هم لري. د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو وړانديز په تطبيق سره به د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د بنسټيزو تاسيساتو او اومو توکو په برخو کې د چين پانګونې زياتې شي او د نړۍ د بېلا بېلو سيمو اقتصادي پرمختګ به وهڅول شي. ))

د چين د سوداګرۍ وزارت څو ورځې مخکې يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د وارداتو او صادراتو عمومی ارزښت يو زر اته سوه ملياردو امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله نولس اعشاريه شپږ سلنه زيات شوی. لسوولک وويل د يوه کمربند او يوې لارې وړانديز له چين څخه د نورو هېوادونو د وارداتو اړتيا د کمزوری مسئلې د حل لپاره ګتور دی. ده وويل

((که دغه وړانديز ګام په ګام تطبيق شي، نو د چين اقتصادي پرمختګ ته به مسلسل حياتي ځواک برابر کړي، نو اينده يې ډېره روښانه ده. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای