CRI Online

چين: ((دوه لاس اخيستنې)) د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې د حلولو لپاره مناسبه لاره ده.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-17 17:45:12

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اګست په ۱۷مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې د کوريا ټاپووزمې د مسئلې مرکزي ټکی امنيتي مسئله ده. د چين لخوا د ((دوه لاس اخيستنې )) په اړه وړانديز د اوسنيو اوضاعو په وړاندې د دغې مسئلې د حلولو لپاره مناسبه لاره ده چې له مخې به يې شمالي کوريا د ذروي توغنديو له پلان څخه لاسه واخلي او جنوبي کوريا او امريکا به له ګډ پوځي تمرين څخه لاس واخلي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند څو ورځې مخکې د دغه وړانديز د يادونې په وخت کې وويل، چې د شمالي کوريا د ذروي توغنديو پلان د جنوبي کوريا او امريکا ترمنځ له ګډ پوځي تمرين سره برابر نه دی. دغه تمرين په تېرو اوږدو مودو کې دوام درلود او قانوني دی، نو دوی به پر دغه تمرين ټينګار وکړي. وياندې هوا چون ينګ اړوندې پوښتنې ته د ځواب ورکولو په وخت کې وويل، چې د ((دوه لاس اخيستنې)) وړانديز د اوسنيو اوضاعو د ښه والي لپاره ګټور دی. اوس مهال د امنيت په اړه د بېلا بېلو خواوو د اندېښنو له منځه وړل تر ټولو بيړنۍ دنده ده او اړوندې خواوې بايد د سوله ييزو خبرو اترو د بيا اعاده کېدو لپاره ښه زمينه برابره کړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای