د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې د اګست په ۱۷مه نېټه خبر ورکړ چې تر اوسه پورې ۶۹ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له چين سره د يو کمربند او يوې لارې همکاريز موافقه ليکونه لاسليک کړي دي.د اسيايي او اروپايي هېوادونو نه پرته د کارابين سيمو او لاتيني امريکايي هېوادونو هم په فعاله توګه د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو په پلان کې ګډون کړی دی.
د يادې کميټې يو مسؤل وويل چې چيني تصديو په فعاله توګه د يو کمربند او يوې لارې په اقتصادي ابادۍ کې ګډون کړی.تر اوسه پورې چين د قزاقستان او اتوپيا په ګډون له ۳۰ هېوادونو سره د ميکانيزم لرونکې انرژۍ په برخه کې همکارۍ پياوړې کړی چې سوداګريز ارزښت او پانګونې يې ورځ تر بلې زياتېږي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |