CRI Online

BRICS هېوادونه د خپلو هېوادونو د ادارې په برخه کې همکاري پياوړې کړې

cri     (GMT+08:00) 2017-08-18 09:09:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هېواد ادارې په اړه د BRICS هېوادونو تر منځ فورم د اګست په اوولسمه نېټه د فو جيان ولايت په چوان جيو ښار کې پرانېستل شو، د چين، روسيې، هند، برازيل، جنوبي افريقا، تانزانيا، اتوپيا او مکسيکو استازو په دې فورم کې ګډون وکړ.

د برخوالو استازو په اند، د هېواد د اداري تجربو د تبادلې پياوړتيا په راتلونکې کې د BRICS هېوادونو د لا پرمختګ لپاره ګټوره ده. BRICS هېوادونه دې د تبادلې ميکانيزم د عادي کېدو لپاره کوښښ وکړي، دغه فورم د پرمختګ او د هېوادونو ادارې په ساحو کې د ستونرو د لېرې کولو لپاره زمينه برابروي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای