CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت : د روسيې او هند پوځي تمرينونه د چين او هند تر منځ په اوسنيو حالاتو پورې اړه نه لري

cri     (GMT+08:00) 2017-08-18 09:10:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت وياند ماريا زخاروا د اګست په اوولسمه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې د سينهوا اژانس له خبريال سره په يوه مرکه کې وويل، د روسيې او هند پوځي تمرينونه د چين او هند تر منځ په اوسنيو حالاتو پورې اړه نه لري.

هغه وويل، د روسيې او هند تر منځ د اندرا ۲۰۱۷ په نوم پوځي تمرينونه به په اکتوبر کې د روسيې په ختيځه پوځي سيمه کې تر سره شي. دا کلني تمرينونه دي، د چين او هند تر منځ په اوسنيو حالاتو پورې اړه نه لري. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای