CRI Online

د هسپانيا په برسيلونا کې ۲ ترهګريز بريدونه وشول

cri     (GMT+08:00) 2017-08-18 09:11:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هسپانيا په برسيلونا کې د کتالونيا خودمختارې ناحيې ادارې د اګست د ۱۷مې نېټې په شپه د دې خبر پخلی وکړ چې په همدې ورځ په برسيلونا کې ترهګريز بريدونه وشول چې له امله يې ۱۳ تنه وژل شوي او ۸۰ تنه نور ټپيان شوي دي، په ټپيانو کې د ۱۵ تنو حالت سخت دی.

د ۱۷مې نېټې له غرمې وروسته، د برسيلونا په د رس رملاس سړک کې يو سپين باروړونکی موټر په ناڅاپه او چټکه توګه پر لارويانو وروخوت. ځايي پوليسو له لومړنۍ پلټنې وروسته اعلان وکړ چې دغه پېښه يو ترهګريز بريد و، اړونده پلټنه پيل شوې او ۲ شکمن کسان نيول شوي دي.

په همدې ورځ د برسيلونا په يوه ټرافيکي پوسته کې يو موټر له ۲ پولسيو سره له ټکر وروسته تښتېدلی. د پوليسو په قول د دې موټر چلوونکی د برسيلونا د مرکزي ښار په بهر کې نيول شوی دی. اوس دا نه ده تاييده شوې چې د يادو ۲ پېښو ترمنځ ارتباط شتون لري او که نه.

په همدې ورځ د داعش ډلې د دې پېښې مسئوليت پر غاړه اخيستی دی.

(ياسمين)


1  2  3  4  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای