د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د هوايي پوځ شپږ الوتکې د اګست په اوولسمه نېټه د چين د يون نان ولايت له يو پوځي هوايي ډګر څخه وخوځېدې، د تايلند د ودون هوايي اډې ته رسېدلي، او د باز ـ ۲۰۱۷ په نوم د چين او تايلند د هوايي پوځونو په تمرينونو کې يې ګډون وکړ. دا د دواړو هېوادونو د هوايي پوځونو تر منځ دوهم ګډ تمرينونه دي.
د مالوماتو له مخې، ياد تمرينونه به د اګست له اوولسمې نېټې څخه د سپتمبر تر درېيمې نېټې پورې په تايلند کې تر سره شي.د دواړو هېوادونو د هوايي پوځونو تر منځ د همکارۍ او تبادلې ژورتيا، د جنګي ستراتيژۍ او ټاکتيکونو څارنه، د پوځي سامان الاتو د پرمختګ هڅونه او د پوځونو د جنګي توان لوړتيا د دې تمرينونو موخې دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |