CRI Online

د دمشق اوه پنځوسم نړيوال نندراتون پرانېستل شو

cri     (GMT+08:00) 2017-08-18 10:29:37

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د دمشق اوه پنځوسم نړيوال نندارتون د اګست په اوولسمه نېټه د سوريې په پلازمينه دمشق کې پرانېستل شو. دغه نندارتون په تيرو شپږو کلونو کې نه و تر سره شوی.

دغه دوره نندراتون د انرژۍ، موټر جوړونې، د نساجۍ صنعت او د ماشين الاتو په اړه دی چې د درې څلوېښتو هېوادونو يو زر او شپږ سوه شرکتونه په دې نندارتون کې برخه لري.

د سوريې صدراعظم اماد خاميس د نندارتون د پيل په مراسمو کې وويل، دغه نندراتون نړۍ ته د ښکلې ايندې او ترهګرو ته د ماتې ورکولو هوډ ښيي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای