د شينجيانګ ورځپاڼې خبر ورکړ چې د ۲۰۱۷م کال د شينجيانګ د ځانګړو کرنيزو توليداتو د پلورلو فعاليتونه د اګست په شپاړسمه نېټه په اروموچي کې پيل شول، دغو فعاليتو په کورنيو بازارونو کې د شينجيانګ د توليداتو د ننوتلو او د دغو توليداتو اغېزې د لوړولو لپاره ښه زمينه برابروي.
په همدې ورځ د بېجينګ، شانګهای، جه جيانګ، جيانګ شو او ګوانګ دونګ د پنځه ويشتو لويو بازارونو څلور شپېته توليدات اخيستونکو سوداګرو او د شينجيانګ اويا کرنيز توليدات توليدونکي شرکتونو په دې فعاليت کې ګډون وکړ چې له دې جملې څخه اتلسو شرکتونو د دوه سوه او پنځه ويشت مليونو يوانو تجارتي تړونونه لاسليک کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |