CRI Online

د سوريې مسئلې په اړه واقعي ارزښت لرونکې خبرې اترې به په اکتوبر کې په ژنيو کې تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-18 10:54:34

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سوريې مسئلې په اړه د م م د سرمنشي ځانګړي استازي ستافان دي ميستورا د اګست په اوولسمه نېټه وويل، که شرايط ولرو، ښايي هغه په سپتمر کې په ژنيو کې د سوريې مسئلې په باب مقدماتي خبرې اترې تر سره کړي، خو د دې مسئلې به اړه واقعي ارزښت لرونکې خبرې اترې به په اکتوبر کې په ژنيو کې تر سره شي.

هغه په همدې ورځ په ژنيو کې په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، د سوريې د درېيو حکومت ضد ګوندونو پلاويو چې په ژنيو خبرو اترو کې يې ګډون کړی و، په دې وروستيو کې به د دوي تر منځ د وحدت د پياوړتيا او د خبرو اترو د يو استازي د ټاکنې په باب سلا مشورې وکړي. له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې د سوريې حکومت او حکومت ضد ګوندونو تر منځ د مستقيمو خبرو اترو د ژر تر ژره پيل لپاره ګډ کوښښ وکړي . (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای