د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۱۹مه نيټه د افغانستان د ولسمشر محمد اشراف غني په عنوان د دغه هېواد د خپلواکۍ د ۹۸مې کليزې په مناسبات د مبارکۍ پيغام واستاوه.
رئيس شي جين پينګ په دغه پيغام کې څرګنده کړه چې افغانستان ډېر لرغونی او د وياړ ډک تاريخ لري. له وروستيو څو کلونو راهيسې ستاسو تر مشرۍ لاندې افغانستان د اقتصادي پرمختګ او په سيمه کې د ترانسپورټي پيوستون لپاره زياتې هڅې کړې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې يې مثبت پرمختګونه موندلي دي. زه باور لرم چې ستاسو د حکومت او خلکو په ګډو کوښښونو سره په افغانستان کې هرومرو ژر تر ژره تلپاتې سوله او دایمي پرمختګ وموندل شي.
رئيس شي پر دې ټينګار وکړ چې چين او افغانستان عنعنوي او ښه ګاونډيان دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې تل د پرمختګ په حال کې دي او په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي تبادلې او همکارۍ هم مخ په نژدې کېدو دي. زه د چین او افغانستان ترمنځ اړيکو ته په خورا درنه سترګه ګورم. غواړم چې له تاسو سره یو ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکې همکارۍ اړيکو ته لا ستر پرمخګ ورکړم.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |