CRI Online

د چين صدر اعظم لي که چيانګ د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۸مې کليزې په مناسبات د دغه هېواد د اجرائيوي رئيس په عنوان د مبارکۍ پيغام واستاوه.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-19 15:44:52

د چين صدر اعظم لي که چيانګ د اګست په ۱۹مه نيټه د افغانستان له اجرائيوي رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په عنوان د دغه هېواد د خپلواکۍ د ۹۸مې کليزې په مناسبات د مبارکۍ پيغام واستاوه.

صدر اعظم لي که چيانګ په خپل پيغام کې څرګنده کړه چې افغانستان د خپلواکۍ له تر لاسه کولو راهيسې تل د هېواد د ملي حاکميت او د ځمکې د بشپړتيا لپاره هڅه کوي چې ترې د افغان ملت ټينګه اراده څرګندېږي. باور مند يم چې د ملي وحدت حکومت تر ادارې لاندې افغانستان هرومرو ټولې ستونزې او ننګونې لېرې کولای او اقتصادي او ټولنيزو چارو ته پر له پسې پرمختګ ورکولای شي.

د چين حکومت له افغانستان سره نيک ګاونډيتوب ته په درنه سترګه ګوري. زه غواړم له تاسو سره په ګډو کوښښونو په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي واقعي همکارۍ په پر له پسې توګه پياوړې کړم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای