CRI Online

نړيوالې ټولنې په برسيلونا کې د ترهګريز بريد غندنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-08-18 15:04:53

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اګست په ۱۷مه نېټه د هسپانيا په برسيلونا کې ترهګريز بريد وشو چې يو باروړونکي موټر پر لارويانو وروخوت، له امله يې ۱۳ تنه وژل شوي او له سل نه زيات تنه ټپيان دي. نړيوالې ټولنې د دې بريد غندنه وکړه او د وژل شويو کسانو په مناسبت يې تعزيت څرګند کړ.

د م م امنيت شورا د اګست په ۱۷مه نېټه د يوې مطبوعاتي اعلاميې په خپرولو سره د ياد ترهګريز بريد سخته غندنه وکړه او د وژلو شويو کسانو خپلوانو او د هسپانيا حکومت ته يې ژوره خواشيني او همدردي څرګنده کړه او د ټپيانو د روغتيا هيله يې وښودله. په دې اعلاميه کې راغلي چې امنيت شورا د ترهګرۍ پرضد د هسپانيا د مبارزې ملاتړ کوي، نړيواله ټولنه بايد له ترهګرۍ او د افراطيت له خونړيو عملياتو سره مقابله پياوړې کړي. د م م سرمنشي ګوتريس د اګست په ۱۷مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ياده پېښه وغندله او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې يې د هسپانيا د حکومت ملاتړ څرګند کړ.

د اروپايي ټولنې د څانګو او د اروپايي هېوادونو مشرانو په همدې ورځ په ټولنيزه شبکه او يا رسمي ويبپاڼو کې د اعلاميو په خپرولو سره د ياد ترهګريز بريد غندنه وکړه او دا يې څرګنده کړه چې اروپا به له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره لاس يو کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای