CRI Online

د دولتي ادارې په اړه د بريکس (BRICS) هېوادونو مباحثوي غونډه پای ته ورسيده

cri     (GMT+08:00) 2017-08-18 15:22:17

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اګست له ۱۷مې نېټې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې د دولتي ادارې په اړه د بريکس (BRICS) هېوادونو مباحثوي غونډه د چين د فو جيان ولايت په چوان جو ښار کې تر سره شوه چې (( ورخلاصون، ګډې ګټې او برياليتوبنه او د انسانو د برخليک ټولنې ابادي)) د غونډې اصلي موضوع ده. د بريکس هېوادونو او نورو پرمختيايي هېوادونو سياستوالو، پوهانو او د تصديو لوړ پورو مشرانو په شمول له ۱۶۰ تنو نه زياتو کسانو په غونډه کې ګډون کړی و.

يادې غونډې په چوان جو کې د دولتي ادارې په اړه د بريکس هېوادونو د مباحثوي غونډې ګډې نظريې خپرې کړې. په ګډو نظريو کې راغلي چې لومړی، د بريکس هېوادونه بايد پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي. دوهم، د بريکس هېوادونه بايد د ګډو ګټو پر بنسټ همکاري وکړي. درېيم، د بريکس هېوادونه بايد په فعاله توګه د نړيوالې ادارې په چارو کې ګډون وکړي. څلورم، د بريکس هېوادونه بايد د کلتور په برخه کې متقابله زده کړه پياوړې کړي.

د غونډې په مهال د پوهانو چيني او بهرنيو ټولنو يو لړ همکاريز تړونونه لاسليک شول.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای