CRI Online

د دولتي ادارې په اړه د بريکس(BRICS) هېوادونو مباحثوي غونډه پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-08-18 16:22:54

د دولتي ادارې په اړه د بريکس(BRICS) هېوادونو مباحثوي غونډه د اګست په ۱۷مه نېټه د چين د فو جيان ولايت په چوان جو ښار کې پرانيستل شوه. د چين، روسيې، برازيل، هند او جنوبي افريقا په شمول د بريکس سازمان د پنځو غړو هېوادونو، تانزانيا، چيلي او مکسيکو په ګډون د زياتو هېوادونو سياتوال، کارپوهان او عالمان په دې غونډه کې د ګډ پرمختګ، د تمدن د متنوعيت او د د نړيوال اداري سيستم د بشپړوالي په اړه بحثونه کوي.

(( ورخلاصون، ګډې ګټې او برياليتوبونه او د انسانانو د برخليک ټولنې ابادي)) د ياډې غونډې اصلي موضوع ده. د چين د اطلاعاتو او نشراتو وزارت مرستيال هوانګ کون مينګ په خپله وينا کې وويل، چې د دولتي ادارې په اړه د نظريو د تبادلې پياوړتيا د بريکس هېوادونو د مشرانو ګډه نظريه ده، د دې غونډې جوړونه د ګډې نظريې د عملي کېدو او په شيان من کې د بريکس د سرمشريزې غونډې تر چوکاټ لاندې مهم فعاليت دی.

(( د لسو کلونو راهيسې د بريکس هېوادونو په همکارۍ کې ډېر برياليتوبونه تر لاسه شوي، د سرمشريزې غونډې په مشرۍ په بېلا بېلو برخو او کچو کې هراړخيز همکاريز چوکاټ ټينګ شوی دی، د بريکس سازمان د ګډو ګټو او عملونو ټولنه ګرځيدلې ده، غړي هېوادونه يې د خپلو دولتي لارو چارو سره سم د هېواد د ادارې نظام او تګلارې پلې کړې او ارزښتناکې تجربې يې تر لاسه کړې دي. ))

د چين د پرمختګ او قوت له امله د دولتي ادارې او سياسي چارو په اړه د چين تجربې د زياتو هېوادونو د زده کړې او څېړنې بېلګې بلل کيږي. د امريکا مشهور پوه او د کون صندوق مشر روبوټ لاورنس کون په دې نظر دی چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا وړاندې شوی د دهېواد د ادارې موډل د نورو بريکس هېوادونو او نورو هېوادونو مثال ګرځيدلی شي.

(( رئيس شي جين پينګ نړۍ ته رسمي او جدي ژمنې کړې چې چين به د نړيوالې ادارې په چارو کې لا فعال رول ولوبوي، د نړيوالې سولې او سمسورتيا د ساتلو لپاره به لا اغېزمن تدبيرونه غوره کړي، ارزښت يې مهم دی. کله چې کرده نړۍ د نړيوالې ادارې سيستم په بدلولو فکر کوي، د چين تجربې لوی خدمت دی. ))

په ياده مباحثوي غونډه کې ګډون کوونکو د بريکس ميکانيزم د راتلونکي پرمختګ په اړه پلانونه او نظريې وړاندې کړې. د هند او چين د پارلماني ګروپ مشر ترون ويجای وويل، چې بريکس سازمان نه يوازې د ګډ برخليک ټولنه بلکې يوه کورني ده، د بريکس هېوادونو عمومي اقتصادي اندازه په نړيوال اقتصاد کې دوه ويشت اعشاريه پنځه سلنه برخه نيسي او د سوداګرۍ ارزښت يې د نړيوالې سوداګرۍ په عمومي ارزښت کې اولس اعشاريه دوه سلنه برخه نيسي.له ۲۰۰۶ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د بريکس هېوادونو ترمنځ د تجارتي معاملو ارزښت يو چند او دری شپيته سلنه زيات شوی و. د بريکس هېوادونو سرچينې، غوره والی او د پرختګ لارې بېلا بېلې دي، خو د دغسې حالت له امله زموږ قوتونه راغونډ شوي او ځواکمن شوي دي.

د بريکس سرمشريزه غونډه به د سپتمبر په مياشت کې په شيان من ښار کې تر سره شي، په دې هکله د چين د چارو په اړه د برازيل د څېړنيز مرکز مسئول روني لينس وويل،

(( د بريکس ميکانيزم له جوړېدو څخه لس کاله تير شوي، د غړو هېوادونو ترمنځ پراخې ګډې نظريې او همکارۍ ټينګې شوې، اوس موږ د هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ژوروالي لپاره لا مشخصو ګامونو ته اړتيا لرو. هيله لرم چې په راتلونکې مياشت کې د بريکس په سرمشريزه غونډه کې د ازادې سوداګرۍ، د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ او د علمي تخنيکونو د شريکولو په هکله بحثونه وکړو، دغه مسئلې د راتلونکې لپاره مهم ارزښت لري. ))

د چين د عصري نړيوالو اړيکو اکاډمۍ مشر جي جه يا وويل، چې د بريکس همکاريز ميکانيزم فعال قوت لري، د بريکس د هېوادونو په همکارۍ کې به د چين رول لا مهم وی، د روان کال سرمشريزه غونډه به بريالۍ شي.

(( د بريکس د ټولو غړو هېوادونو د خلکو نيکمرغه ژوند زموږ ګډه موخه ده، چين په دې برخه کې د لارښوونې رول لوبوي، نو دا مناسبه ده چې سږ کال شيا من د بريکس د سرمشريزې غونډې کوربتوب کوي.))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای