CRI Online

شي جين پينګ د هسپانيا په برسيلونا کې د ترهګريز بريد له امله د دغه هېواد پاچا فيليپ شپږم ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-18 16:49:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په اتمه نېټه د هسپانيا د برسيلونا په مرکز کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه د باروړونکي موټر د ورختلو د ترهګريزې پېښې له امله د دغه هېواد پاچا فيليپ شپږم ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه.

نوموړي وويل، چې د اګست د اوولسمې نېټې په ماسپښين په برسيلونا کې د ياد ترهګريز بريد له امله زياتې مرګژوبلې اوښتې دي. زه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب او تر خپل عنوان لاندې مړو شويو کسانو او د دوی خپلوانو ته خواخوږۍ او همدردۍ څرګندوم. هيله لرم چې ټپيان ژر بيا روغ شي. چين له هر ډول ترهګرۍ سره ټينګ مخالفت کوي او غواړي د هسپانيا په شمول له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره همکاري وکړي، تر څو د نړۍ سوله او ثبات وساتي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای